د تخار ولایتي مسوولان وايي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که هره ورځ د مازدیګر په پنځو بجو خپل فعالیت بند نه کړي، سزا به ورکړي.

که څه هم د تخار اوسېدونکو د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې څو ځله اعتراض کړی، خو د مخابراتي شبکو او د تخار ولایت مسوولان نه دي توانېدلي چې خلکو ته د شپې له خوا د مخابراتي شبکو اسانتیاوې برابرې کړي.

د تخار یوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که د شپې له خوا خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي، د مخابراتي شبکو پایې به یې وسوځوي او په وینا یې، د دغه ولایت په څو سیمو کې یې همداسې کړي دي.

خو د سلام مخابراتي شبکې د تخار د اوسېدونکو او مدني فعالانو له نیوکو او اعتراضونو وروسته د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په ګډون، په یوشمېر ولسوالیو کې په دوامداره توګه مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو له یوې اوونۍ راهیسې د دغې شبکې فعالیتونه هم د شپې او ورځې له خوا بند شوي دي. د تخار د مخابراتو رییس عبدالغفور تلاش وايي، طالبانو د کندوز ښار له اړوندو سیمو تر د دغه ولایت له علي‌اباد ولسوالي پورې د سلام‌ مخابراتي شبکې مزي پرې کړي او خلک نه شي کولای د شپې له لوري اړیکې ټینګې کړي.

د نوموړي په وینا، تر هغه چې امنیتي ادارې یادې سیمې امن نه کړي او د طالبانو مخه ونه نیسي، دا ستونزه به پر خپل ځای وي.

د تخار د مخابراتو ریاست د مسوولانو په خبره، د ۱۳۹۸ کال د غویي میاشتې له ۲۷مې نېټې راهیسې په دغه ولایت کې له سلام‌ پرته، نورو مخابراتي شبکو د شپې له لوري خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، دا چې د سلام‌ مخابراتي شبکه دولت ته کار کوي؛ نو په تخار ولایت کې یې د دغې شبکې فعالیت بند کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام