Asset 1SWN

غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله يو کس مړ او درې ټپيان شوي

images (6)

د غزني امنيتي مسوولان وایي چې دغه ولايت کې د ټرافیکي پېښې له امله يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

پېښه پرون جمعه د غويي اتمه د ياد ولايت د اندړ ولسوالي په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د غزني امنيه قوماندان خالد سرحدي سلام وطندار ته ويلي چې پېښه پرون جمعه د اندړ ولسوالي په «ميرهزار» کلي کې د دوو موټرسایکلو د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پايله کې يې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د يادې ټرافيکي پېښې لامل د موټرسايکل چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

دا په داسې مهال دی چې په وروستيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ټرافيکي پېښې زياتې شوي چې پر مهال ځينې کسان مړه او ټپيان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام