د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې په روان لمریز کال کې د للمي غنمو د حاصلاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ریاست د کرنیزو چارو امر بشېراحمد احمدي ویلي چې تمه کېږي د تېرکال په پرتله د هرات د للمي غنمو حاصلات له ۵۰سلنې څخه زیات لوړ شي.
د نوموړي په وینا، د تېر ژمي او سږني پسرلي مناسب بارانونه د کرنیزو ځمکو د وضعیت په ښهوالي او د حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
هغه زیاتوي چې دغه اقلیمي شرایط د دې لامل شوي چې د کروندګرو حاصلات ښه شي او د غنمو تولید د پام وړ لوړ شي.
یاده دې وي چې هرات او د هېواد یوشمېر نور ولایتونه د تېر ژمي او سږني پسرلي په موسم کې د واورو او بارانونو ښه اندازه لرله چې دې چارې د کرنې په سکټور او د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي مثبت اغېز کړی دی.