Asset 1SWN

سلام وطندار

لسو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

floods-2

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې له نن ورځې راهیسې د غويي تر اتمې پورې په یوشمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، تندر او برښنا او قوي بادونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه اداره وایي چې د بامیان، دایکنډي، غزني، هرات، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونه له سختو بارانونو او ورسره د سېلابونو راوتلو له خطر سره مخ دي.

له خلکو غوښتنه شوې چې د سېلابي لارو او زیانمنو سیمو له نږدې‌کېدو ډډه وکړي او د ولایتي کمېټو لارښوونې په جدي ډول عملي کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې، د بامونو نړېدو او برښنا له امله ۲۲۷ کسان مړه شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه ۱۵۷۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي، ۶۰۲۸ کورونه نیمه نړېدلي او ۳۸۰ کورونه هم زیانمن شوي دي. سربېره پر دې، ۲۱زره ۱۳۴ جریب کرنیزه ځمکه او ۳۳۰۰ باغونه هم زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې، د زیانمنو ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د پرله‌پسې طبیعي پېښو له امله یې ژوند او معیشت سخت اغېزمن شوی دی.

د غور اوسېدونکی عبدالحمید وایي چې سېلابونو د دوی کرنیز حاصلات له‌منځه وړي او یو کال زحمت یې ضایع شوی دی. هغه زیاتوي چې د کچالو او غنمو فصلونه یې ویجاړ شوي او ځینې کورونه او سرایونه هم نړېدلي دي.

نوموړي وویل: «سېلابونو زموږ کرنه او کښتونه له منځه وړي دي. موږ یو کال زحمت وکړ، خو هېڅ حاصل مو ترلاسه نه کړ. د غنمو او کچالو ځمکې مو ویجاړې شوې دي او حتی ځینې کورونه او سرایونه بشپړ نړېدلي دي. له دولت څخه غوښتنه کوو چې زموږ پاملرنه وکړي، ځکه د ځای بدلولو توان نه لرو.»

د فاریاب د کوهستان ولسوالي اوسېدونکی محمدرفېع هم د سېلابونو له دوام اندېښنه ښيي او وایي چې خلک د خپلو کورونو د له‌منځه تلو له وېرې سره مخ دي، ځکه د خټو جوړ کورونه د سېلابونو پر وړاندې مقاومت نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «سختو بارانونو او توپانونو موږ اندېښمن کړي یو. په دې وروستیو کې سېلابونو د خلکو ژوند او مال زیانمن کړی دی، او زموږ د خټو جوړ کورونه د سېلابونو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.»

بل‌خوا، د فاریاب یو بل اوسېدونکی نصرت‌الله وایي چې خلک د تېرې تجربې له امله هڅه کوي ځانونه چمتو کړي؛ ویالې پاکوي، ساتندوی دېوالونه جوړوي او د خوړو او څښاک اوبه زېرمه کوي. د هغه په وینا، په سیمه کې لسګونه کورونه زیانمن شوي او څو کسان هم ټپیان شوي دي.

هغه وویل: «اوس د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د خبرداري له مخې چمتووالی نیسو. ویالې مو پاکې کړې دي څو اوبه په اسانۍ سره تېرې شي، ساتندوی دېوالونه مو جوړ کړي دي، او د خوړو او څښاک اوبه مو زېرمه کړې دي. دلته شاوخوا ۷۱ کورونه زیانمن شوي دي، دوه ښځې او درې نارینه ټپیان شوي دي، چې دا زموږ لپاره د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.»

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي اداره وایي چې تخنیکي ډلې په زیانمنو سیمو کې فعالې دي او له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ بېړنۍ مرستې له هغې ډلې، نغدې پیسې او د خوړو توکي، زیانمنو کورنیو ته رسوي.

دغه اداره یو ځل بیا له خلکو غوښتنه کوي چې د بارانونو پرمهال له سېلابي سیمو تګ راتګ ونه کړي او د مسؤلو ادارو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام