ټاکل شوې سبا دوشنبه د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونې د جوزجان د یتیم تاق د سمنټو فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي، یاده فابریکه به په ورځ کې د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
د هغه په وینا، دغه فابریکه کې به ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.