Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: بریدګر یوازینی لېوه و

2S35Y0F Washington, United States. 08th Jan, 2025. President-Elect Donald Trump gives remarks after meeting with Senate Republicans in the Ohio Clock Corridor of the Capitol Building in Washington DC, on Wednesday, January 8, 2025. (Photo by Aaron Schwartz/Sipa USA) Credit: Sipa US/Alamy Live News

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د کلني ماښام پرمهال د شوي وسلوال برید شکمن بریدګر، د ده په اند، «یوازې لېوه» و.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «زما په نظر هغه یو یوازینی لېوه و» او دا کس یې «رواني ستونزې لرونکی» وباله.

بل‌خوا د رویټرز د راپور پربنسټ، نوموړي دا هم ویلي چې دی باور لري، خپله د برید اصلي هدف و. ټرمپ ټینګار وکړ چې داسې کوم دلیل نه ویني چې دا پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال ټرمپ دغه شکمن کس «احتمالي قاتل» وباله او ویې ویل چې هغه «زیاتې وسلې» له ځانه سره لرلې.

ولسمشر څرګنده کړه چې یاد کس له امنیتي پوستې تېر شوی و. نوموړي وویل: «یو امنیتي مامور په ډزو ولګېد، خو داسې ښکاري چې د مرمۍ ضد واسکټ له امله یې ژوندی ژغورل شوی.»

د امریکا په سپینه ماڼۍ کې پر مېلمستیا بریدګر به سبا دوشنبه محکمې کې راڅرګند شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام