Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ او نتن‌یاهو د ایران په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

ټرمپ نتنیاهو

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې له ټرمپ سره په بشپړه همغږۍ د تهران پر ضد د فشار د زیاتولو هڅې کوي.

نتنیاهو زیاته کړې چې د منځني ختیځ د بدلون ژمنه یې کړې وه او اوس یې عملي کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا پر ایران سخت اقتصادي او پوځي فشارونه واردوي او اسراییل هم په دې برخه کې ورسره همکار دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د لبنان په اړه، هغه وویل چې له دغه هېواد سره د تاریخي سولې لپاره بهیر پیل شوی، خو حزب‌الله یې د کمزوري کولو هڅه کوي.

بل لور ته، د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو په هوايي برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام