Asset 1SWN

د اسراییل او لبنان ترمنځ اوربند د دریو اونیو لپاره تمدید شو

76723567_6

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل او لبنان د دریو نورو اوونیو لپاره د اوربند پر تمدید هوکړه کړې.

ټرمپ ویلي چې دغه توافق د اسراییل او لبنان د استازو ترمنځ د نوو مذاکراتو په پایله کې رامنځته شوی چې د امریکا د لوړپوړو چارواکو په منځګړیتوب په واشنګټن کې ترسره شوي وو.

د امریکا ولسمشر ویلي، متحده ایالات به له لبنان سره همکاري وکړي څو وکولی شي د حزب‌الله پر وړاندې خپل دفاعي ظرفیت پیاوړی کړي.

ټرمپ همدارنګه هیله څرګنده کړې چې نږدې راتلونکي کې د لبنان ولسمشر جوزف عون او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن کې سره لیدنه وکړي.

د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او لبنان ترمنځ اوربند لومړی د لسو ورځو لپاره شوی و او اوس د درې نورو اوونیو لپاره تمدید شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام