د روسیې پلازمېنې مسکو په ګډون د یاد هېواد پر ګڼو سیمو د اوکراین د ډرون بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي. درې کسان د مسکو اړوند سیمه کې وژل شوي او یو بل کس د بلګورود په ښار کې چې د اوکراین پولې ته نږدې پروت دی، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مسکو د سیمې والي اندري ووروبیوف ویلي چې د خیمکي ښار کې یو کور د ډرون لګېدو له امله ویجاړ شوی او یوه ښځه وژل شوې. ژغورونکي لاهم د نورو احتمالي قربانیانو لټون کوي. همدارنګه په میتیشچي ولسوالي کې دوه نور کسان وژل شوي دي.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې هوايي دفاع سیستمونو ۸۱ ډرونونه چې د مسکو پر لور روان وو، نسکور کړي دي. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې ۱۲کسان ټپیان شوي او ځینې ودانۍ او زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي چې په ټول هېواد کې ۵۵۶ ډرونونه شنډ شوي دي.