د روسیې چارواکي وایي چې د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو د مسکو پر لور روانې لسګونه اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) شنډې کړې دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټیلیګرام کې لیکلي چې د روسیې هوايي دفاعي واحدونو د ورځې په اوږدو کې ټول ۶۵ ډرونونه نسکور کړي چې د مسکو پر لور روان وو.
د هغه په وینا، دغه ډرونونه پرون شنبه، شاوخوا ۱۱ ساعتونو په موده کې چې د غرمې شاوخوا پیل شوې وه، لهمنځه وړل شوي دي. سوبیانین زیاته کړه چې د بیړنیو خدماتو ډلې هغه سیمې ارزوي او څېړي، چېرته چې د ډرونونو پاتې شونې لوېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د روسیې د دفاع وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د شنبې پر ورځ د هېواد په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د لسو ساعتونو په موده کې ټولټال ۲۸۰ اوکرایني ډرونونه شنډ شوي دي.
د وزارت په وینا، له دې ډلې ۴۷ ډرونونه هغه وو چې د مسکو پر لور روان وو.
په همدې حال کې، اوکرایني ځواکونو د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې د روسیې د برایانسک په سیمه کې یې یوه مهمه کارخونه په نښه کړې چې د توغندیو د پرزو د تولید لپاره کارېده. د برایانسک والي الکساندر بوګوماز ویلي چې په هغه برید کې اووه کسان وژل شوي، خو د دقیق هدف په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.