Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران امریکا ته: کلابندي ختمه کړئ، ګنې عمان سمندر به مو هدیره شي

706716

د ایران یوه لوړپوړي چارواکي امریکا ته خبرداری ورکړی چې د ایران د بندرونو پر وړاندې روانه کلابندي دې پای ته ورسوي، کنه نو، د عمان سمندر به د امریکايي ځواکونو هدیره شي.

د ایران د مصلحت تشخیص شورا غړي او د سپاه پاسداران پخواني قوماندان محسن رضايي دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې د ایران پوځ د هر ډول نورو نښتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

رضايي وویل: «موږ امریکايي پوځ ته سپارښتنه کوو، وړاندې له دې چې د عمان سمندر ستاسو لپاره هدیره شي، سمندري کلابندي مو پای ته ورسوئ.»

هغه د امریکا له لوري د ایران د بندرونو کلابندي «د جګړې اقدام» وباله او ویې ویل چې تهران د دې وضعیت پر وړاندې د درېدو حق لري.

د نوموړي په وینا، هر څومره چې امریکا دا سمندري کلابندي اوږدوي، همغومره به د نړۍ هېوادونو ته زیانونه زیات شي. رضايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو په اړه هم وویل چې امریکا باید په عملي ډول وښيي چې د باور وړ دی.

هغه زیاته کړه: «اوس امریکا باید ځان ثابت کړي. زموږ وسله‌وال ځواکونه ګوته پر ماشه ولاړ دي، خو له بل لوري ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.»

د امریکا سمندري کلابندي د اپرېل پر ۱۳مه پیل شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا بندیزونه به تر هغه دوام ولري، څو ایران د امریکا په شرایطو د سولې هوکړه ونه‌مني.

خو تهران ټینګار کړی چې د امریکا فشارونو ته به غاړه کېنږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام