Asset 1SWN

سلام وطندار

د حوثیانو پوځي مشر: له حماس به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو

download

غزه کې د حماس د لوړپوړي قومندان تر وژل‌‌کېدو وروسته د یمن حوثي ډلې له حماس د خپل ملاتړ څخه د دوام ډاډ ورکړی دی.

د حوثیانو د پوځ مشر یوسف حسن المداني پر خپل ټیلیګرام د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي چې د حماس د قومندان عزالدین الحداد وژل‌کېدل، د فلسطیني مقاومت او د سیمې لپاره ستره ضایعه ده.

یوسف حسن المداني ویلي: «حوثیان به له حماس او نورو متحدو ډلو سره خپلې ګډې هڅې تر هغه روانې وساتي، څو د دوی په وینا «بریا ترلاسه شي.»

راپورونه وایي، عزالدین الحداد د غزې په شمال کې د اسراییلو هوايي برید پرمهال وژل شوی دی.

ویل کېږي، نوموړی هغه مهال په نښه شوی چې د حماس له یوشمېر نورو غړو سره په یوه پټ مرکز کې موجود و.

اسراییلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د هغه د وژل‌کېدو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو حماس د هغه وژل کېدل تایید کړي او نوموړی یې د فلسطیني مقاومت مهم قومندان بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام