د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، د اقتصادي ځانبساينې او ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو په موخه د مرکز بازارک اړوند سیمو کې د بیروجو کانونو رسمي استخراج پیل شو.
هغه وویل، تراوسه عنابه او آبشار ولسوالیو او مرکز بازارک کې د بیروج ۱۰ کانونه تثبیت شوي.
یاد کانونه مخکې په ازمایښتي ډول استخراج شوي وو او د څېړنو پایلې ښيي چې د دې قیمتي ډبرې کیفیت د منلو وړ دی چې له امله یې د رسمي استخراج لپاره زمینه برابره شوې.
اخوا، د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري نن یکشنبه وویل، د قراردادي شرکتونو لپاره د جوازونو د ورکړې بهیر هم په عنابه او آبشار ولسوالیو کې بشپړ شوی او ډېر ژر به په دغو سیمو کې هم د استخراج چارې پیل شي.
نوموړی وايي، د بیروج ترڅنګ، دې ولایت کې د سرو زرو، زمرُد او ۱۷ نورو د قیمتي ډبرو کانونه هم پېژندل او ثبت شوي چې کولی شي د پنجشېر اقتصادي ظرفیتونه د پام وړ لوړ کړي.
د سیمې اوسېدونکو د دې بهیر له پیل هرکلی کړی او ټینګار کوي چې د کانونو د فعالیتونو پراختیا به ځوانانو ته د کار نوې زمینه برابرې کړي.