Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې بریدونه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ ټپیان دي

غزه بریدونه اسراییل

د غزې د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، روغتونونو ته د ۱۳ وژل شویو جسدونه وروړل شوي چې په‌کې یو کس د پخوانیو ټپونو له امله مړ شوی و.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د تېرکال د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې د اوربند تر پیلېدو وروسته د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۸۷۰ ته او د ټپیانو شمېر ۲۵۴۳ ته رسېدلی دی. همداراز، په دې موده کې ۷۷۱ جسدونه هم له کنډوالو راایستل شوي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي، لاهم یوشمېر قربانیان تر کنډوالو او ډبرو لاندې پاتې دي او د ژغورنې ډلې او امبولانسونه هغوی ته د رسېدو له ستونزو سره مخ دي.

چارواکو دا هم ویلي چې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله یو فلسطینی مړ شوی چې له دې سره د ودانیو د نړېدو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام