د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې کویټ ته یې د ۱.۹۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) ضد تجهیزاتو او د دفاعي سیستمونو د احتمالي پلور منظوري ورکړې ده.
دغه وزارت د جون په پنځمه، جمعه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کڅوړه کې د ډرونونو د ګواښونو پر ضد د مبارزې اړوند تجهیزات، سیسټمونه او نور تخنیکي امکانات شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې دفاعي کڅوړې موخه دا ده چې کویټ د بېپیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې لاپیاوړی شي او د سیمې دفاعي وړتیاوې هم ورسره لوړې شي.
امریکايي چارواکو ویلي چې دا اقدام د سیمې د امنیتي همکاریو او ګډې دفاعي ستراتیژۍ یوه برخه ده.
واشنګټن تر دې وړاندې هم د پوځي همکاریو په چوکاټ کې د سیمې هېوادونو ته د دفاعي تجهیزاتو پلور او امنیتي ملاتړ ته دوام ورکړی دی.