Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي‌کوریا د ۱۰زره ټُنه وزن‌لرونکې جنګي بېړۍ د جوړولو پلان لري

33RR643-highres-1692579660

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې شمالي‌کوریا پلان لري د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ له احتمالي سفر مخکې، یوه ۱۰زره ټنه وزن‌لرونکې جنګي بېړۍ جوړه کړي او خپل پټ سمندري وسلېز ظرفیت نور هم پراخ کړي.

د راپور له مخې، د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ‌اون سمندري ځواکونو ته امر کړی چې د «کانګ‌کان» په نوم نوې جنګي بېړۍ او یوه بله پنځه زره ټنه وزن لرونکې جنګي کښتۍ ژر تر ژره د عملیاتو لپاره چمتو کړي.

ویل کېږي چې شمالي‌کوریا تېره اوونۍ د کیم جونګ‌اون تر څارنې لاندې یو سمندري پوځي ازمایښت هم کړی دی.

کیم جونګ‌اون ټینګار کړی چې پیونګ‌یانګ باید د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره خپل سمندري پوځي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

هغه همداراز د شمالي‌کوریا د اټومي وسلو د زېرمو د لا پراخولو غوښتنه کړې ده.

راپور زیاتوي چې شمالي‌کوریا د تېر میلادي کال د مې په میاشت کې اعلان کړی و چې یوه پنځه زره ټنه وزن‌لرونکې جنګي بېړۍ یې د «چونګ‌جین» بندر کې اوبو ته د ښکته کولو پرمهال تر یوه حده اوښتې وه.

شمالي‌کوریا د خپلو اټومي فعالیتونو له امله د امریکا د سختو بندیزونو لاندې ده او په اقتصادي برخه کې تر ډېره د چین پر ملاتړ تکیه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام