ملګروملتونو کې د شماليکوریا استازي اعلان کړی چې پیونګیانګ به د اټومي وسلو د نه خپرېدو له هېڅ نړیوال تړون سره ځان تړلی ونهګڼي او هېڅ بهرنی فشار به د دغه هېواد د اټومي ځواک دریځ بدل نهکړي.
د شمالي کوریا استازي کېم سونګ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په ملګروملتونو کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د بیاکتنې کنفرانس روان دی او امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو د شماليکوریا پر اټومي پروګرام نیوکې کړې دي.
شمالي کوریا په ۲۰۰۳کال کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړونه ووتله او تراوسه یې شپږ اټومي ازموینې کړې دي چې له امله یې پرې د ملګروملتونو امنیت شورا ګڼ بندیزونه لګولي. باور کېږي چې دغه هېواد لسګونه اټومي سروکي ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کیم سونګ ویلي، د شماليکوریا اټومي دریځ د هېواد په اساسي قانون کې ثبت شوی او د اټومي وسلو د کارولو اصول هم په کې روښانه شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دوی اټومي تګلاره «نه بدلېدونکې» ده او هېواد به خپل پوځي ظرفیت نور هم پیاوړی کړي.
راپورونه وایي، شماليکوریا د اوکراین پر ضد جګړه کې له روسیې سره د سرتېرو او توپچي مرمیو مرسته کړې او په بدل کې له مسکو څخه پوځي ټکنالوژي ترلاسه کوي.
د سټاکهولم د سولې نړیوالې څېړنیزې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې نړۍ کې د اټومي وسلو لرونکو نهو هېوادونو ټولټال ۱۲ زره او ۲۴۱ اټومي سرګولولې لرلې. امریکا او روسیه د نړۍ نږدې ۹۰ سلنه اټومي وسلې په واک کې لري.