د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سېلابونو اوبه د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي. یاد سازمان له خلکو غوښتي چې یوازې پاکې او جوش شوې اوبه وکاروي او له ککړو اوبو څخه ډډه وکړي.
د یاد سازمان په وینا، هغه خوراکي توکي چې د سېلاب له اوبو سره تماس لري باید ونه کارول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې د لاسونو منظم مینځل، د خوړو ښه پخول او د خامو خوړو، ناپرېول شویو مېوو نه خوړل، د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.
دا سپارښتنې داسې مهال کېږي چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، ګڼو کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي او اوس له سختو شرایطو او د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.