افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» څانګې مسوولان وايي چې په ننګرهار کې وروستیو سېلابونو د خلکو کورونو، شتمنیو او د ژوند د عاید سرچینو ته زیانونه اړولي دي.
دغه سازمان نن (دوشنبه، د غويي۲۱مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ننګرهار کې شاوخوا دوه زره کورنۍ د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې په ننګرهار کې د سېلابځپلو کورنیو د اړتیاوو ارزونه او له هغوی سره د مرستو لړۍ دوام لري.
په ننګرهار کې ګڼې کورنۍ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوي او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست هم نن د ننګرهار په ګډون په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.