د لوګر د محمداغې ولسوالي اړوند زاهداباد سیمه کې پرون «سهشنبه، غويي اتمه» مازدیګر شاوخوا څلور بجې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې ځایي اوسېدونکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د لوګر ولایت مقام له لوري سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو سېلابونو له امله نږدې لسګونه هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه لهمنځه تللي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست بېړني ټیمونه د امنیتي ځواکونو په همکارۍ سیمې ته رسېدلي او سېلابځپلې کورنۍ یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. همدارنګه، د زیانمنو کورنیو د سروې بهیر هم پیل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د لوګر والي، قاري صلاحالدین «ایوبي» ټولو اړوندو ادارو، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د سېلابځپلو د ژغورنې او لاسنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې زیانمنې کورنۍ دې خوندي سیمو ته ولېږدول شي او د بېړنیو مرستو بهیر دې ګړندی شي.
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وایي چې وروستیو سېلابونو د دوی اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی او له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم د لوګر په بېلابېلو سیمو کې ورته سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي وو.


