عاطفي ملاتړ؛ ګډ ژوند کې د مېرمنو شرعي حق

دا داسې حق دی چې که تر پښو لاندې شي، ان د طلاق غوښتنې ته هم لاره هوارولی شي. سره له دې، یوشمېر ښځې په خپل ګډ ژوند کې د مینې او عاطفي درک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا حالت یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

کابل کې په ازمایښتي ډول 5G خدمات پیل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د هېواد د مخابراتي پوښښ د پراختیا، لروپرتو سیمو ته د خدماتو د رسولو او د مخابراتي سکتور د لاښه والي لپاره به له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي، څو خلکو ته باکیفیته او پرمختللي خدمات وړاندې شي.

د برېټانیا ځانګړی استازی: تاوتریخوالی باید ختم شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر اهمیت، د بشري وضعیت پر ښه‌والي، او د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.

روسیه: اوکراین او ملاتړي یې داسې دریځ کې نه‌دي چې د سولې شرایط وټاکي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي چې کېیف او د هغه لوېدیځ ملاتړي په داسې دریځ کې نه‌دي چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره شرایط وټاکي.

د روسیې تاس خبري اژانس د نوموړې له قوله ویلي چې مسکو چمتو دی، د اوکراین کړکېچ ژر تر ژره د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، خو د سولې شرایط باید د اوکراین او د هغه د ملاتړ کوونکو له لوري ونه تپل شي.

سوېلي‌ سوډان کې اته میلیونه کسان شدیدې لوږې سره مخ دي

د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې، په سوېلي سوډان کې نږدې اته میلیونه کسان د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې جګړې او بې‌ځایه کېدو لا دمخه خراب بشري وضعیت نور هم پسې کړکېچن کړی دی. راپور وايي چې شاوخوا ۷.۸ میلیونه کسان چې د هېواد ۵۶سلنه نفوس جوړوي، په راتلونکو میاشتو کې به د خوراکي ناامنۍ له لوړې کچې سره مخ شي.

اوچا فرضي کرښه کې د جګړو په بیا پیلېدو اندېښنه ښوولې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړه له سره پیل شوې او ملکیانو ته زیان رسوي.

دغې ادارې یوه تازه راپور کې ویلي، دغه وضعیت د کرښې په اوږدو کې بشردوستانه وضعیت نور هم خراب کړی او اغېزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لوړې دي.

نړیوال بانک: روان کال به د انرژۍ بیې ۲۴سلنه لوړې شي

نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۶کال کې به د انرژۍ بیې شاوخوا ۲۴سلنه لوړې شي چې دا به د اوکراین د جګړې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

یاد بانک په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، که څه هم تمه ده د منځني ختیځ بې‌ثباتي تر مې میاشتې راکمه شي، خو د کړکېچ دوام کولی شي بیې تر دې هم لوړې کړي.

حوثیان: د امریکا وروستي اقدامات «سمندري غلا» ده

د یمن حوثي ډلې د عمان په خلیج کې د امریکا له لوري شوي اقدامات غندلي او هغه یې «سمندري غلا» بللې ده. دوی ویلي چې د ایراني سوداګریزو بېړیو برید او د عملې نیول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د حوثیانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا دا کړنې د نړۍ لپاره درنه بیه لري چې اکمالاتي ځنځیرونه او سمندري لېږد یې ګډوډ کړی او د خوړو او سون توکو بیې یې لوړې کړې دي.

نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید درجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

د یوې تازه نظرپوښتنې پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید درجه د هغه د اوسني دورې ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. د رویټرز/ ایپسوس تازه نظرپوښتنه کې یوازې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ له کار څخه خوښ دي. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې خپره شوې نظرپوښتنه کې ۳۶ سلنه امریکایانو د ټرمپ کاري تګلارې تایید کړې وې.