د یوې تازه نظرپوښتنې پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید درجه د هغه د اوسني دورې ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.
د رویټرز/ ایپسوس تازه نظرپوښتنه کې چې تېره ورځ خپره شوې، یوازې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ له کار څخه خوښ دي.
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې خپره شوې نظرپوښتنه کې ۳۶ سلنه امریکایانو د ټرمپ کاري تګلارې تایید کړې وې.
د اوسنۍ نظرپوښتنې پر اساس، په ټوله کې د ټرمپ د محبوبیت کچه ۲ سلنه راکمه شوې.
د ژوند د لګښتونو لوړوالي او له ایران سره د کړکېچ زیاتېدل، د ټرمپ د تاییدۍ کچې د راکمېدو لاملونو څخه بلل شوي دي.
د رویټرز اژانس راپور کې ویل شوي چې: «ډېری ځوابونه د شنبې په شپه سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پر مېلمستیا له برید وړاندې ترلاسه شوي.»
د راپورونو پر اساس، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره، د هغه د تاییدۍ کچه ۴۷ سلنه وه.