Asset 1SWN

سلام وطندار

وچکالي؛ وروستیو ورښتونو پکتیا کې کروندګر هیله‌مند کړي

کروند

د تېرو څو پرلپسې کلونو وچکالۍ د پکتیا په کرنیزې برخې منفي اغېزې کړي چې له امله یې د للمي حاصلات کم او بزکران له مالي زیانونو سره مخ شوي.

یو شمېر بزګران وایي، د خاورې رطوبت کم شوی او تودخه زیاته شوې چې د دې دواړو له امله بزګرانو خپلې ډېری ځمکې شاړې پرېښي.

د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ بزګر عبدالرزق سلام‌وطندار ته وویل، سږکال پسرلي کې د زیات ورښت له امله د ځمکې رطوبت زیات شوی، خو په خبره یې چې د اقتصادي ناتواني له امله یې خپلې للمي ځمکو کې کښت ونه‌کړ.

هغه له کرنې ریاست او نورو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د للمي کرنې پراختیا او ملاتړ لپاره دې له بزګرانو سره د تراکتورونو او د ځمکو د ابادولو برخه کې مرستې وکړي.

«له شپږ نیولې تر ۸ جریبه ځمکه مې ده، تېر کال مې للمې پرې کرلي وو، تاوان یې وکړ ځکه وچکالي وه، هغه تراکتور مصارف یې هم راته پوره نه کړ، نو سږ کال مې بیا دغسې شنډ پرېښوده.»

بل بزګر عیسی‌جان هم وویل چې د تېرو کلونو وچکالیو له امله یې للمي کرنه زیانمنه شوې، خو وایي چې سږ کال پسرلي کې د زیاتو ورښتونو له امله به للمي کښتونه ښه حاصل ورکړي.

هغه وویل، پسرلي په موسم کې د زیاتو ورښتونو څخه وروسته بزګرانو ډیری ځمکې کښت کړي او هیله لري چې ښه حاصل به ترلاسه کړي.

«ځینې وخت زیات منفي تاثیر پرې کوي، حتا اوړي موسم کې هم که باران ونشي، نو په للمیو دېر تاثیر کوي، کمزوري کیږي او ګیاوې زیاتیږي او دوی کمزوري کیږي.»

همداشان کروندګر فیصل هم وايي، د تېرو کلونو وچکالیو له امله یې د للمي کښتونو په حاصلاتو کې د پام وړ کمښت راغلی.

د ده په خبره، د وچکالي له امله یې ځمکې وچې او سختې شوې وې.

نوموړی زیاتوي، د وروستیو ورښتونو له امله د ځمکې رطوبت بیرته ښه شوی او سږ کال به یې للمي کښتونه حاصلات ورکړي.

«د وروستیو وچکالیو له امله زموږ ځمکې وچې شوې او د للمي کښتونو حاصلات مو د پخوا کلونو په پرتله له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې کم شوي.»

د کرنې برخې کارپوهان هم وایي، تېرو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ پکتیا کې ټولو کرنیزو محصولاتو ته په زیاته کچه زیانونه اړولي، خو وروستیو ورښتونو ته یو ځل بیا د کرونګرو هیلي ژوندۍ شوي.

د کرنې د برخې متخصص سید حسن وویل، وروستیو ورښتونه سره د ځمکې رطوبت زیات شوی او په دې سره به للمي کښتونه ښه وده وکړي، خو زیاتوي چې که د وچکالي سره مبارزې لپاره ځانګړي پرګرامونه پلي نشي، د تېرو کلونو وچکالي نشي جبران کېدلی.

«تېرو څو کلونو پیوسته وچکالي په افغانستان کې بلخصوص په پکتیا کې ډېره زیاته اغېزه لرلې، په ټولو کرنیزو محصولاتو هغه که مالداري ده که کرنیز محصولات دي او یا میوه ده یا غله جات دي په تولو یې اغېزې موجودې دي او ډېره اغېزه یې کړې.»

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم تاییدوي چې دې ولایت کې په تېرو کلونو کې وچکالي د کرنې برخه اغېزمنه کړې او کرنیز محصولات ورسره کم شوي.

د پکتیا د کرنې ریاست سلاکار سید حسن تکل وویل، وروستي ورښتونه د پکتیا په ټولو ولسوالیو او سیمو کې شوي چې ښه پایله به ولري.

هغه ډاډ څرګنډ کړ چې کرنې ریاست د مرستندویه بنستونو سره په ګډه کار کوي چې د وچکالي د مخنیوي لپاره ځنګلونه رامینځته کړي، د اوبو ذخیره کولو چک ډیمونه او همدا شان د باراني اوبو د جذب لپاره واټرشیډونه وکیندي.

«په فعلي ډول ویلی شو چې د ټولو هغو سیمو دهقانانو چې هلته کرنه رامینځته کیږي او کرنه ترسره کیږي، د ټولو هغو نه چې موږ مالومات اخیستي، د ولسوالیو څخه په ټولو سیمو کې واورې هم وې او په زیاته کچه بارانونه هم شته، نو سږ کال به انشاالله موږ یو له محصول څخه دک کال ولرو.»

د کرنې برخې کارپوهان په هیواد کې وروستي ورښتونه د کرنې او د وچکالي د مخنیوي لپاره خورا ګټور بولي، خو وایي چې د کرنې برخې اړوند ادارې دې په ولایتونو کې د اوبو سم مدیریت او د اوبو ذخیره کولو لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي، څو په اوږدمهال کې د وچکالۍ مخنیوی وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام