هلمند کې له پنبې دانې د غوړیو د تولید صنعت د پراختیا په حال کې دی چې د مسوولانو په خبره، هر کال شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه غوړي تولیدوي.
د دغه ولایت ځايي مسوولان وايي، له پنبهدانې تولید شویو غړو څخه د هلمند نږدې ۶۰ سلنه اوسېدونکي ګټه اخلي او د کابل ترڅنګ، یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم استول کیږي.
د هلمند د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال عطا محمد اخلاقي وايي: «هر کال شاوخوا ۵۰۰زره ټنه د پنبې دانې غوړي تولیدېږي چې د هلمند نږدې ۶۰ سلنه اوسېدونکي ترې استفاده کوي. دغه تولیدات کابل او یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم استول کېږي.»
د مالوماتو له مخې، هلمند کې د پنبې له شاوخوا ۷۵ فابریکو څخه ۵۰ یې د غوړیو په تولید بوختې دي چې د سیمې اقتصاد او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه ونډه لري.
د پنبې دانې څخه د غوړیو د تولید یوه فابریکه هره ورځ شاوخوا څلور ټنه غوړي تولیدوي.
دغه غوړي له پروسس وروسته په سنتي ډول بازار ته وړاندې کېږي او د فابریکې مسوولان باور لري چې د دوی تولیدات د کیفیت له پلوه له وارداتي غوړیو هم غوره دي.
د دغې فابریکې مسوول محمد انور عمري وایي: «موږ هڅه کوو چې خلکو ته معیاري او باکیفیته غوړي وړاندې کړو. زموږ تولید شوي غوړي د کیفیت له پلوه له ډېرو وارداتي غوړیو ښه دي او بازار کې ښه پېرېدونکي لري.»
بل لور ته د هلمند اوسېدونکي د کورنیو غوړیو له کیفیت څخه خوښ ښکاري، خو وایي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو باید بیې راټیټې شي.
د هلمند یو اوسېدونکی وليشاه وایي: «کورني غوړي ښه کیفیت لري او موږ یې کاروو، خو بیې یې لوړې دي. که بیې لږې شي، نو خلک به لا زیات کورني تولیدات وکاروي.»
بل اوسېدونکی عبدالصمد هم وایي: «موږ د خپل هېواد له تولیداتو ملاتړ کوو، ځکه کیفیت یې ښه دی، خو له مسوولانو غواړو چې د خلکو اقتصاد ته پام وکړي او نرخونه راکم کړي.»
هلمند له کلونو راهیسې د پنبې د تولید له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
د پنبې له دانې څخه غوړي، کنجاړه، صابون او پوستکي تولیدېږي چې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.
د اقتصادي چارو پوهان وایي، که د پنبې د پروسس صنعت ته لا ډېره پاملرنه وشي، نو افغانستان کولی شي په راتلونکې کې د خوراکي غوړیو په برخه کې پر ځان بسیا شي.