د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسلي اوسماکوف سره لیدلي.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو پوځي همکاریو او په منځنۍ او سویلي اسیا کې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ اسلامي امارت او روسیې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې د پوځي-تخنیکي همکاریو یو رسمي تړون هم لاسلیک کړی چې جزییات یې تر اوسه نه دي خپاره شوي.