اسلامي امارت دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی
د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی دی.
یاد وزارت نن سهشنبه، د وري ۱۴مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسراییلو دغه برید د ډيپلوماټیکو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او زیاته کړې یې ده چې دغه برید به سیمه کې ناامني پراخه کړي.