Asset 1SWN

د اصف دراني څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ «د برید پر وړاندې غلي نه پاتې کېږو»

download

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني دغه هېواد کې له یوې ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي، امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو له‌منځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

اصف دراني دغه څرګندونې پرون «دوشنبه-چنګاښ ۱۹مه» له «پښتو۱» ټلوېزیون سره مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده، که څه هم افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خو په وینا یې، سرپرست حکومت باید دې برخه کې له پاکستان ګیله ونه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دې مرکه کې ویلي: «کومې ګیلې چې له پاکستان څخه کېږي، موږ ورته ځواب لرو. د ملګروملتونو امنیت شورا د پرېکړه‌لیک د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ شمرو پر بنسټ، د دې اجازه ورکوي او نړۍ ورته ژمنه ده. تاسو باید دا روښانه کړئ چې ولې تاسو خاوره کې ترهګر دي.»

خو سرپرست حکومت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دوی به چا ته اجازه ورنه‌کړي، څو پر افغانستان برید وکړي.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، افغانستان سوله‌ییزه تګ‌لاره لري او  په وینا یې، د افغانستان پر وړاندې به د هېڅ لوري او هېواد برید ته غلي پاتې نه‌شي.

هغه وویل: «افغانستان  خپلواک هېواد دی او  له دې وروسته که د افغانستان فضا کې میاشی هم تېری کوي، محکوم دی او  حکومت به یې پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په هر نوم او هر ډول داسې تېری وکړي. افغانستان سوله‌ییزه تګ‌لاره لري او چا سره ستونزه نه غواړي.»

په ورته مهال د سیاسي او امنیتي چارو یو‌شمېر شنونکي بیا وايي، که د امنیت شورا غړيو هېوادونو ګټې افغانستان کې خوندي نه وي او ګواښ سره مخ وي، دوی یې په اړه اقدام کوي او پاکستان هم ورته زمینه برابروي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو  او  ملي امنیت څېړونکی شمشا عیزیز کاظمي د پاکستان د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې د سرپرست حکومت له کړنو د دغه هېواد ناخوښي بولي او وايي، پاکستان افغانستان کې د امریکا د ګټو ملګری دی.

هغه وویل: «د امنیت شورا غړي هېوادونه د ترهګرۍ مسلې برخه کې د وېرې احساس کوي او که د دوی د ادعا له مخې افغانستان کې ترهګر وي، دوی یې د مبارزې لپاره مثبته رایه ورکوي. پاکستان هڅه کوي چې د امنیت شورا د پرېکړې له لارې امارت تر فشار لاندې راولي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکي نجیب‌الرحمن شمال سلام‌وطندار ته وویل چې سرپرست حکومت دې نړیوالې ټولنې سره په همکاري له افغانستان څخه د ګواښ نه پېښېدو په اړه ډاډ ورکړي.

هغه وویل: «که داسې پرېکړه کېږي چې د پاکستان له هوايي فضا افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه استفاده کېږي، اوسنیو شرایطو کې د حکومت له توان وتلې خبره ده. سرپرست حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان ګواښ ورته نه دې پېښ.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستان ځانګړي استازي همداراز ویلي چې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، امریکا د کابل شېرپور سیمه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري او پاکستان کې د یادې ډلې بنسټ‌اېښودونکی او پخوانی مشر اسامه بن‌ لادن وژلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام