د اپرېل ۲۳مه د کتاب او د چاپ حق (کاپيرایټ) نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې هر کال په ټوله نړۍ کې د مطالعې د دود ترویج او د لیکوالانو د هڅونې او ملاتړ لپاره نمانځل کېږي.
دغې ورځې سره هممهاله، کابل کې یو شمېر ځوانان د انسان ژوند کې د کتاب پر ارزښت ټینګار کوي، خو د معیاري کتابتونونو نشتوالي او د کتابونو لوړې بیې څخه شکایت کوي.
خاطره چې د کابل ښار د قلعه نجارانو سیمې اوسېدونکې ده او هره ورځ شاوخوا څلور ساعته مطالعه کوي، وایي چې ډېر وخت هغه کتاب چې غواړي، یا نه موندل کېږي او یا یې بیه لوړه وي.
«هره ورځ له یو تر څلورو ساعتونو پورې مطالعه کوم، خو کتابونو ته د لاسرسي او برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږم؛ ځکه یا کتاب نه موندل کېږي او یا یې بیه لوړه وي.»
د خیرخانې سیمې اوسېدونکی منصور او د سرای شمالي اوسېدونکی محمد وايي، کله په کور او کله په ازاده فضا کې مطالعه کوي.
دوی هم د معیاري کتابتونونو د نشتوالي او د مطالعې لپاره د ځانګړي ځای نه شتون څخه شکایت کوي.
«له بدهمرغه، له ستونزو څخه یوه هم د کتابونو کمښت دی او کله چې وغواړو یو عصري کتابتون یا د مطالعې ځای ته ولاړ شو، باید دوه تر درې کیلومتره لرې ولاړ شو.»
«زموږ له ستونزو څخه یوه دا ده چې زموږ په سیمه کې مجهز کتابتون نشته، همدارنګه د کتابونو لوړه بیه او هغو ته محدود لاسرسی د مطالعې پر وړاندې جدي خنډ بلل کېږي.»
د کابل ښار د کارته چهار سیمې اوسېدونکې صدف وایي، بازارونو کې نوي کتابونه په سختۍ موندل کېږي.
«کله چې موږ غواړو یو کتاب پیدا کړو، باید ډېر ځایونه ولټو، او کله ناکله یې موندل ناممکن وي. زموږ بله ستونزو هم د سرچینو نشتون دی، ډېر ځایونه مو ولټول، خو پیدا مو نه کړل.»
اخوا، کابل کې د ځینو خپرندویو ټولنو مسوولان وایي، دامهال ډېری کتابونه په هېواد دننه چاپېږي او د دیني، روانشناسۍ او ادبي کتابونو بازار ښه تود دی، خو د فلسفې، حقوقو، سیاسي علومو او اقتصاد اړوند کتابونو پلور تر ۷۰ سلنې پورې راکم شوی.
د سعادت خپرندویې ټولنې مسوول محمد زمان کریمي وایي: «د تېرو کلونو په پرتله د کتابونو خپرول او وېش کم شوی او د فلسفې، حقوقو، سیاسي علومو، اقتصاد او مدیریت کتابونه تر ۷۰ سلنه پورې کم شوي، خو د دیني، ارواپوهنې، انگیزشي او ادبي کتابونو پېرل نسبتاً ښه دي، له نېکهمرغه دامهال افغانستان کې د کتابونو چاپ روان دی.»
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وایي، تېر یو کال کې یې شاوخوا ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال کړي او له ۱۸۰ څخه ډېر عنوانه کتابونه یې ډیجیټلي کړي.
د دې وزارت ویاند خبیب غفران وایي: «د عامه کتابتونونو د فعالولو او بډای کولو لپاره، ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال شوي، له ۱۸۰ ډېر سرلیکونه ډیجیټل شوي او د ۳۷۰ کتابونو لپاره د خپرولو اجازه ورکړل شوې. همدارنګه، د قانونمندولو او د کاپيرایټ د سرغړونو د مخنیوي لپاره ۷۰۰ شمېرې وېشل شوي.»
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په ۱۹۹۵ کال کې د اپرېل ۲۳مه د کتاب او د چاپ حق نړیواله ورځ ونوموله.
دا ورځ هر کال په ډېرو هېوادونو کې د کتاب د ارزښت د ستاینې، د مطالعې د دود د پیاوړتیا او د لیکوالانو او خپرندویانو د ملاتړ لپاره نمانځل کېږي.