Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې افغانستان سره د ۴۲۰ ټنه اوړو مرسته وکړه

IMG_5107

د روسیې د بشري مرستو یوه جوپه چې ۴۲۰ ټنه اوړه په کې شاملیږي، بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شوه.

بلخ ولایت کې د روسیې سرقونسل ایګور نیکولایف نن پنج‌شنبه د ثور ۳ / اپرېل ۲۳ د دغو مرستو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ او وې ویل، ټاکل شوې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانانو سره شاوخوا ۴ زره ټنه د اوړو مرسته وشي.

په همدې حال کې، بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو د روسیې له دغو مرستو هرکلی کړی، خو د بودجې د کمښت له امله یې د بشري مرستو د کمېدو خبر هم ورکړی.

بلخ کې د دغه بنسټ سرپرست عبدالرزاق ایوبي وویل، د اقتصادي ستونزو، د کډوالو جبري ستنېدو، جګړو او طبیعي پېښو له امله د اړمنو او بېوزله کورنیو شمېر زیات شوی.

د دې ادارې د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې هېواد کې شاوخوا ۱۷ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي، د دوی د موندنو له مخې، افغانستان کې له هر ۱۰ کورنیو څخه شاوخوا ۸ کورنۍ د سالمو خوړو د پېرلو توان نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام