د اسراییل لومړي وزیر د غزې د ۷۰ سلنه خاورې نیولو امر کړی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د غزې ۷۰ سلنه خاوره ونیسي.
ده وویل: «موږ اوس د غزې پر ۶۰ سلنه خاورې کنټرول لرو زما لارښوونه دا ده چې ګام په ګام مخته ولاړ شو او په لومړي پړاو کې دا اندازه ۷۰ سلنې ته ورسوو.»

پر لبنان د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي

د لبنان سویل کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

الجزیرې شبکې ویلي، د اسراییلي ځواکونو دغه بریدونه پرون د عرفې په ورځ شوي او د لبنان سویل او ختیځ کې یې د ښارونو او کلیو لسګونو کسانو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.

هېوادوال د اختر ورځو کې د پټاقیو او هوايي ډزو د بندېدو غوښتنه کوي

د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې او اندېښنې زیاتې شوي.

یو شمېر ښاریان وایي، تمه لري چې د اختر ورځې او شپې په ارامه فضا او له هر ډول ګواښ او بې‌نظمۍ پرته تېرې شي.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د هوايي ډزو او پټاقیو د کارولو مخه ونیسي.

د عباس عراقچي خبرداری: د جګړې بیا پیل به ډېرې حیرانتیاوې ولري

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندون په اړه ويلي، جګړې ته بېرته ستنېدل به «لا ډېرې ناڅاپي پېښې» له ځان سره ولري.

هغه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د ايران پر وړاندې د جګړې له پيل څو مياشتې وروسته، د امريکا کانګرس د «ميلياردونو ډالرو په ارزښت د لسګونو الوتکو له لاسه ورکول» تاييد کړي.

عکس: اشراق‌الوسط رسنۍ

د اسراییل او حزب‌الله جګړه؛ لبنان کې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، تېرو څه کم دریو میاشتو کې پر لبنان د اسراییل بریدونو کې څه باندې ۳ زره کسان وژل شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه وزارت ویلي چې د مارچ میاشتې له دویمې نیټې راهیسې د اسراییل بریدونو پرمهال لږترلږه ۳۰۲۰ کسان وژل شوي او ۹۲۷۳ نور ټپیان دي.

د بلوچستان بریدونو کې یوه پولیسه او یو شاعر وژل شوی

د بلوچستان په تربت او نوشکي سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال یوه ښځینه پولیسه او د براهوي ژبې یو شاعر په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ښځینه پولیسه تېره ورځ خپلې کورنۍ سره د بلوچستان تربت ښار ته روانه وه چې وسله‌والو د «اپسر څیړنیز فارم» ته نږدې په نښه کړه.

اسراییل د لبنان سویل کې د ۹ سیمو اوسېدونکو ته د تخیلې امر کړی

د اسراییل پوځ د لبنان سویل کې د ۹ نورو ښارونو او کلیو له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه تخیلیه کړي.

د راپورونو پراساس، د اسراییل پوځ دغو کسانو ته چې په ټاکل شویو ښارونو او کلیو کې ژوند کوي نن شنبه خبرداری ورکړی چې له بریدونو وړاندې له دغو سیمو ووځي.

یو اسراییلي سرتېری د حزب‌الله برید کې وژل شوی

د اسراییل پوځ یو سرتېری تېره شپه د لبنان سویل کې د حزب‌الله برید کې وژل شوی.

د اسراییل پوځ نن جمعه د ثور ۲۵ / مې ۱۵ ویلي، تر اوربند وروسته د لبنان په سویل کې د وژل شویو سرتېرو شمېر یې ۶ ته لوړ شوی.

عباس عراقچي: باید روښانه شوې وي چې ایران ماتې‌منونکی نه‌دی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، باید ټولو ته روښانه شوې وي چې ایران نه ماتېدونکی هېواد دی.

ایراني رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی چې هغه د بریکس غونډه کې وویل، وسله‌وال ځواکونه یې چمتو دي چې بهرنیو یرغلګرو ته سخت او ویجاړوونکی ځواب ورکړي، خو په وینا یې چې دوی سوله‌غوښتونکي دي او جګړه نه غواړي.

اسراییل اوربند راهیسې لبنان کې تر ۱۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي

د اسراییل پوځ ویلي چې له اوربند راهیسې یې لبنان کې د حزب‌الله له ۱۱۰۰ څخه په زیاتو هدفونو بریدونه کړي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغو هوايي بریدونو کې د حزب الله شاوخوا ۳۵۰ غړي وژل شوي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه راپور ورکړی چې د اسراییل جنګي الوتکو لبنان کې د حزب‌الله د وسلو ډیپوګانې او نورې زیربناوې هم ویجاړې کړي.

پر لبنان د اسراییل بریدونو کې ۵۱ کسان وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر لبنان د اسراییلو وروستیو بریدونو کې د دوو روغتیاپالو په ګډون ۵۱ کسان وژل شوي.

د لبنان د روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي: اسراییل د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونې ته دوام ورکوي او د روغتیايي کارکوونکو پر ضد یې جنایتونه ډېر کړي.

د ایران سپاه‌پاسداران په امریکایي اډو د بریدونو خبرداری ورکړی

د ایران سپاه‌پاسداران خبرداری ورکړی چې که ایراني بېړۍ په نښه شي، منځني ځتیځ کې به په امریکايي اډو برید وکړي.

د راپورونو پراساس، د سپاه‌پاسداران سمندري ځواکونو ویلي: «د ایران د نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به سیمه کې د امریکا پر یوه مرکز او د دښمن پر بېړیو سخت برید ته زمینه برابره کړي.»