Asset 1SWN

سلام وطندار

یو اسراییلي سرتېری د حزب‌الله برید کې وژل شوی

اسراییلي سرتیري مرګژوبله

د اسراییل پوځ یو سرتېری تېره شپه د لبنان سویل کې د حزب‌الله برید کې وژل شوی.

د اسراییل پوځ نن جمعه د ثور ۲۵ / مې ۱۵ ویلي، تر اوربند وروسته د لبنان په سویل کې د وژل شویو سرتېرو شمېر یې ۶ ته لوړ شوی.

د راپورونو پر اساس، د ایران د جګړې له پیل راهیسې له حزب‌الله سره نښتو کې ټولټال ۱۹ اسراییلي سرتېري او یو ملکي قراردادي وژل شوی.

د اسراییل پوځ زیاته کړې چې تازه څو بې‌پیلوټه الوتکې چې د حزب‌الله له لوري توغول شوې وې، د لبنان پولې ته نږدې د اسراییل خاورې کې لګېدلي دي.

د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د اسراییل په څو سیمو کې د خطر زنګونه هم فعاله شوي، خو د پوځ په وینا یې چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

ورته مهال د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې د حوت په ۱۲مه د جګړې د نوې څپې له پیل راهیسې دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو ټول شمېر له ۲۸۰۰ اوښتی دی.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ یوه خبرپاڼه کې د لبنان سویل کې د پنځو کلیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې سیمه تخلیه کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شبریحا، حمادیه (صور)، زقوق المفدي، معشوق او الحوش سیمو اوسېدونکو دې د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي.

د اسراییل پوځ ویلي چې دغه خبرداری د حزب‌الله له لوري د اوربند د هوکړې د نقض په تعقیب خپور شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام