Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې منظم ورښتونه؛ بزګران د حاصلاتو د زیاتوالي هیله لري

01 (2)

بدخشان کې یو شمېر بزګران وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال منظم ورښتونه شوي او د دوی پر کرنیزو ځمکو یې مثبت اغېز کړی.

دوی وویل، د بدخشان ډېری کرنیزې ځمکې للمي دي او په تېرو کلونو کې د ورښتونو کمښت د دغو ځمکو حاصلات کم کړي وو.

بدخشان کې بزګر نبي‌الله وايي، د وروستیو کلونو وچکالیو یې حاصلات کم کړي وو، خو سږ کال ښه او پر خپل وخت ورښتونه شوي او پر ځمکو یې مثبت اغېز کړی.

خو هغه د فصل په پاتې موده کې د ورښتونو د احتمالي ګډوډۍ په اړه اندېښنه هم څرګنده کړه.

«د تېرو کلونو په پرتله سږکال بارانونه ډېر منظم شوي. دا زموږ ځمکو ته ډېره ګټه رسوي او کرنیز حاصلات مو د ودې په حال کې دي. په ځانګړي ډول للمي ځمکې چې د اوبو سرچینه نه‌لري او په بدخشان کې هم للمي ځمکې ډېرې دي. د باران اوبه د کښت او کرنې لپاره ډېرې ګټورې دي.»

ا‌خوا، د بدخشان د درایم ولسوالۍ بزګر جمعه‌ګل وايي، د روان کال پر وخت او منظم ورښتونو د ده په کروندو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

«الحمدلله، سږ کال وضعیت ډېر ښه دی، بارانونه هم ښه شوي. ما ډېر للمي کښتونه کړي او اوس وضعیت ښه روان دی. خدای دې وکړي چې کومه ناروغي او یا افت زموږ کروندو ته زیان ونه رسوي. د تېر کال په پرتله سږ کال وضعیت ډېر ښه او حاصلات هیله‌بښونکي دي.»

بدخشان کې بل بزګر وثیق له مسوولانو وغوښتل چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کرنیز درمل ووېشي.

هغه وايي، د روان کال حاصلات یې ښه وضعیت کې دي او هیله‌مند دی چې له افتونو او ناروغیو خوندي پاتې شي.

«هیله ده چې کومې ناروغۍ رامنځته نه‌شي، لکه ملخان او یا چینجي چې کروندې او حاصلات له‌منځه وړي. موږ له اړوندو مسوولانو غوښتنه کوو چې بزګرانو ته پاملرنه وکړي، د هغوی ستونزې واوري او لازمې مرستې ورسره ترسره کړي.»

ا‌خوا، د کرنې برخې کارپوهان هم په بدخشان کې د ورښتونو زیاتوالی د کرنیز وضعیت د ښه‌والي مهم لامل بولي.

د هغوی په وینا، سږ کال د ورښتونو کچه د تېرو درېیو کلونو په پرتله لوړه شوې او کولی شي د پخوانیو وچکالیو د زیانونو یوه برخه جبران کړي.

د کرنیزو چارو کارپوه مودودالحق دایم وايي، دغو ورښتونو د خاورې رطوبت زیات کړی او د نباتاتو د ودې لپاره یې مناسب شرایط برابر کړي.

د هغه په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کرنیز تولیدات به لا زیات شي.

«له نېکه‌مرغه، د تېر کال په پرتله د غنمو او نورو حاصلاتو په برخه کې چې یو شمېر بزګران زیانمن شوي وو، سږ کال د حاصلاتو د زیاتوالي هیله شته. خلک به تر یوه بریده له ستونزو راووځي او ډېر حاصلات به ترلاسه کړي.»

په همدې حال کې، د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند کیکاووس تکساري وايي، د روان کال د ورښتونو کچه نږدې ۸۹۵ میلی‌مټرو ته رسېدلې، دا هغه شمېر دی چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي، ځکه تېر کال د ورښتونو اندازه نږدې د دې نیمایي وه.

د هغه په وینا، یاد ریاست د بزګرانو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې د شنو سیمو پراختیا، د ځنګلونو بیارغونه او د اصلاح شویو تخمونو او نیالګیو وېش پکې شامل دي.

«د بدخشان په ډېری ولسوالیو کې وروستي ورښتونه شوي او ریاست هیله‌مند دی چې دغه ورښتونه به د بزګرانو د تولیداتو د کچې په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.»

بدخشان د افغانستان له غرنیو ولایتونو دی چې د کرنیزو ځمکو لویه برخه یې په للمي بڼه کرل کېږي او په مستقیم ډول پر ورښتونو متکي ده.

په وروستیو کلونو کې د ورښتونو کمښت د دې ولایت د بزګرانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې وې او د هغوی کرنیز تولیدات یې راکم کړي وو، خو اوس د روان کال منظم ورښتونه یو ځل بیا د بزګرانو ترمنځ د ښه حاصل لرونکي کال هیلې را ژوندۍ کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام