
د شمالي کوریا مشر د اټومي ځواک په پیاوړي کولو ټینګار کړی
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د اټومي موادو د تولید د یوې نوې فابریکې پرانیستې پرمهال ژمنه کړې چې د هېواد اټومي ځواک به په چټکۍ سره پیاوړی کړي.
د راپورونو پر اساس، هغه ویلي چې د شمالي کوریا د اټومي صنعت پیاوړتیا باید دوام ومومي او په دې برخه کې د تولید ظرفیتونه لا زیات شي.