Asset 1SWN

سلام وطندار

د شمالي کوریا مشر د اټومي ځواک په پیاوړي کولو ټینګار کړی

کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د اټومي موادو د تولید د یوې نوې فابریکې پرانیستې پرمهال ژمنه کړې چې د هېواد اټومي ځواک به په چټکۍ سره پیاوړی کړي.

د راپورونو پر اساس، هغه ویلي چې د شمالي کوریا د اټومي صنعت پیاوړتیا باید دوام ومومي او په دې برخه کې د تولید ظرفیتونه لا زیات شي.

ویل شوي چې د اټومي موادو د تولید دغه نوې فابریکه پرمختللې ټیکنالوژي لري، خو په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه ده روښانه شوې چې دغه فابریکه له څومره وخت راهیسې فعالیت کوي یا چیرته موقعیت لري.

د شمالي کوریا مشر زیاته کړې چې د وسلو د تولید ظرفیت په تیرو پنځو کلونو کې دوه چنده زیات شوی.

کیم د یادې فابریکې له نورو لوړپوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته وویل، دی د هغه راتلونکي پلان پلي کولو لپاره د لومړیتوب ترتیب تایید کړ چې د شمالي کوریا د اټومي ځواک د زیاتوالي لپاره ډیزاین شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام