Asset 1SWN

کېم‌جونګ اون خپل پوځ ته: جګړې ته مو چمتووالی ګړندی کړئ

0307_kim jong un+m

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په یوه لویه اډه کې له پوځ سره د لیدنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د ډېرېدو امر کړی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) «پنج‌شنبه، مارچ اوومه» په خپل راپور کې د یادې پوځي اډې نوم او ځای نه‌دی په ډاګه کړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې د اون له قوله ویل شوي: «پوځ باید په متحرک ډول، د اوسني وضعیت غوښتنو سره سم، د جګړې چمتووالي ګړندي کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي.»

الجزیرې خبري شبکې نن پنج‌شنبه د مارچ اوومه په یوه راپور کې ویلي، اون همداراز امر کړی چې پوځ باید د خپلو جنګي وړتیاوو لوړولو لپاره باید رښتیني پوځي تمرینات پیل کړي.

د شمالي کوریا مشر له دې پوځي اډې داسې مهال لیدنه کړې چې د دوی سیال امریکا او سوېلي کوریا خپلو کلنیو پوځي تمریناتو ته دوام ورکړی دی.

دغه تمرینات د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شوي چې د تېر کال په پرتله د سرتېرو شمېر په‌کې دوه برابره دی او بېلابېلو برخو کې پوځي تمرینات کوي.

شمالي کوریا، د امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینات تل غندي او ویلي یې دي چې دغه تمرینات پر دوی د برید او د شمالي کوریا د وسلو د ازمایښتونو په ځواب کې کېږي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس دوشنبه د مارچ څلورمه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، له سیوول او واشنګټن غوښتنه کړې چې «خپل بې‌پروا او له لېونتوبه ډک پوځي تمرینات دې ودروي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شمالي کوریا روان کال پر پرمختللو پوځي تجهیزاتو د خپل پوځ د سمبالولو ترڅنګ، د توغندیو ازمویښت ته هم دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام