Asset 1SWN

د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته: جګړې ته چمتووالی چټک کړئ

North Korean leader Kim Jong Un meets troops who have taken part in the military parade to mark the 90th anniversary of the founding of the Korean People's Revolutionary Army, in this undated photo released by North Korea's Korean Central News Agency (KCNA) April 29, 2022. KCNA via REUTERS
د شمالي کوریا مشر کېم‌جونګ اون د خپل اټومي پروګرام په ګډون پوځ ته امر کړی چې د جګړې چمتووالی “چټک” کړي، څو د هغه څه سره مقابله وکړي چې نوموړی یې د امریکا له‌خوا بې‌ساری متقابل اقدام بولي.
د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس (KCNA) ویلي، د دغه هېواد د واکمن کارګر ګوند په روانه غونډه کې د وينا پر مهال کېم جونګ‌اون د وسله‌وال پوځ او د وسلو د صنعت، اټومي وسلو او ملکي دفاع په برخو کې د جګړې د چمتووالي د لا ګړندي کولو په موخه د پوځ دندې په ګوته کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس نن «پنجشنبه، ډسمبر ۲۸مه» په یوه راپور کې ویلي، کېم ټینګار کړی چې د کوریا په ټاپو وزمه کې امریکا سره د «پوځي وضعیت» د «بې‌ساري» شمال ضد مبارزې له امله «خراب» شوی دی.

د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس د جګړې چمتووالي په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

سوېلي‌کوریا، جاپان او امریکا سږکال سیاسي او دفاعي همکارۍ ژورې کړې او د پیونګ یانګ له‌خوا د وسلو ازموینو د ریکارډ ماتولو لړۍ سره مخ دي چې دې وروستیو کې د شمالي کوریا د توغندیو توغولو په اړه یو سېسټم فعال کړی دی.

د دې میاشتې په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو اټومي ځواک‌لرونکی اوبتل د سوېلي‌کوریا بندري ښار بوسان ته ورسېد او واشنګټن د سیول او توکیو سره په تمرینونو کې خپل اوږد واټن‌ویشتونکي توغندي ځای پرځای کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس (KCNA) په راپور کې همداراز راغلي چې کېم جونګ‌اون ۲۰۲۴ کال لپاره اقتصادي اهداف هم په ګوته کړل او دا یې د هېواد د پنځه کلن پرمختیایي پلان د پلې کولو لپاره «پرېکده کال» وباله او د کرنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام