Asset 1SWN

شمالي کوریا د نویو بالېسټیک توغنديو ازموینه کړې

This picture taken on February 18, 2023 and released from North Korea's official Korean Central News Agency (KCNA) on February 19, 2023 shows test-firing of the intercontinental ballistic missile (ICBM) "Hwasong-15", at Pyongyang International Airport. (Photo by STRINGER / KCNA VIA KNS / AFP) / South Korea OUT / ---EDITORS NOTE--- RESTRICTED TO EDITORIAL USE - MANDATORY CREDIT "AFP PHOTO/KCNA VIA KNS" - NO MARKETING NO ADVERTISING CAMPAIGNS - DISTRIBUTED AS A SERVICE TO CLIENTS / THIS PICTURE WAS MADE AVAILABLE BY A THIRD PARTY. AFP CAN NOT INDEPENDENTLY VERIFY THE AUTHENTICITY, LOCATION, DATE AND CONTENT OF THIS IMAGE --- /

د سوېلي کوریا یوه بندر ته د بالېسټیک وسلو لرونکي امریکايي اوبتل له رسېدو سره هم‌مهاله شمالي کوریا نن چهارشنبه د جولای ۱۹مه دوه بالېسټیک توغندي توغولې دي.

په تېرو ۴۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پر بالېسټیکو توغندیو سمبال د امریکا یو اوبتل د سوېلي کوریا یوه بندر ته نږدې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جاپان دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د دغه توغنديو له توغولو وروسته د جاپان اقتصادي زون بهر په سمندر کې رالوېدلې دي.

بل‌خوا د سوېلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز پر شمالي کوریا غږ کړی چې د بالسټیک توغندیو له ازموینې دې ډډه وکړي.

د سوېلي کوریا د ګډو ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ د شمالي کوریا پرله‌پسې د بالستیک توغندیو ازمایښت د جدي پارونکو عملونو په توګه په کلکه غندو چې د کوریا ټاپووزمې سوله او ثبات او همدارنګه نړیوالې ټولنې ته زیان رسوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا ازمایښتونه نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې شمالي کوریا خپل وروستي هاوسنګ – ۱۸ بالیسټیک توغندي ازموینه وکړه چې پیونګ یانګ وویل، دغه ازموینه د امریکا او د دوی نورو مخالفانو لپاره یو خبرداری دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام