د طب د تخصص دورې ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې سره په همغږۍ د طب زده‌کړیالانو لپاره د تخصصي زده‌کړو ملي ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون نن په کابل کې واخیستل شوه.
د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې دوره کې ۶۲۲۰ زده‌کړیالانو برخه اخیستې وه چې ۱۲۰۰ یې نجونې وې.

له کانکور پاتې نجونې: د کانکور ازموینې د پایلو اعلان ډېرې خپه کړو

د ازموینو ملي ادارې پرون د افغان نجونو له ګډون پرته یوازې د هلکانو د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د دغو پایلو اعلان د هغو هلکانو لپاره چې بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي وو، د خوښۍ وړ وې، خو د هغو نجونو لپاره دردوونکې وې چې کلونه یې لپاره زیار ګاللی او له یو عالم هیلو سره یې ښوونځی پای ته رسولی و.

د راتلونکي کانکور ازموینه کې د نجونو د نه ګډون په اړه د ښځینه ښوونکو اندېښنې

هرات کې یوشمېر ښځینه‌ ښوونکو نن په دغه ولایت کې د سږني کانکور ازموینه کې د بریالي شویو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانېستل شي. دا غونډه د هرات د پوهنې ریاست له لوري جوړې شوې وه.

کانکور کې پر نجونو محدودیت؛ ګډونوالې: د خوښې پوهنځي د غوراوي حق مو نه درلود

د کانکور ازموینې یوشمېر ګډونوالې شکایت کوي چې سږ کال یې د خپلې خوښې پوهنتون، پوهنځي او څانګې د غوراوي حق نه درلود.
دوی وايي، که څه هم په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو پایلو ته یې خوشحاله نه‌دي؛ ځکه په وینا یې، دوی په‌کې په خلاص لاس غوراوی نه شوای کولای.

د کانکور ازموینه؛ ایا نجونو ته برابر حق ورکړل شوی؟

که څه هم د لوړو زده‌کړو وزارت څو ورځې وړاندې له ځینو رسنیو سره په مرکو کې یو ځل تایید کړه چې د کانکور ازموینه کې یې ځینې بدلونونه راوستي، خو وروسته یې بېرته خپله خبره واخیسته. زما د معلوماتو پر بنسټ او ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستو او شته سندونو ته په کتو، د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت رښتیا هم په دې پروسه کې بدلون راوستی دی.

سبا په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلېږي

د ازموینو ملي اداره وايي چې ټاکل شوې سبا (د تلې څوارلسمه، پنجشنبه) په ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شي.
د دې ادارې په وینا، پرون یې د ګډونوالو د بایومټریک بهیر پیل کړی او نن یې هم دوام درلود.

«د کابل د حوزو له جنايي امرانو د کشف او څېړنې ازموینه اخیستل کېږي»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د کابل د امنیتي حوزو له ټولو جنايي امرانو به د جرم د کشف او تحقیق په برخه کې ازموینه واخیستل شي.
هغه نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د دولت ژورې ارزونې ښيي چې د پولیسو او ان د ملي امنیت په لیکو کې د کشف، بررسۍ او محاکمې په اړه لازم پوهاوی نشته چې په وینا یې، لومړنی راپور د داسې معیارونو پر بنسټ نه جوړېږي چې څارنوالي ته د جدي اجراآتو لاره هواره کړي.