د کانکور ازموینې یوشمېر ګډونوالې شکایت کوي چې سږ کال یې د خپلې خوښې پوهنتون، پوهنځي او څانګې د غوراوي حق نه درلود. دوی وايي، که څه هم په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو پایلو ته یې خوشحاله نهدي؛ ځکه په وینا یې، دوی پهکې په خلاص لاس غوراوی نه شوای کولای.
دغه نجونې وايي، سږ کال یې نه یوازې د خپلې خوښې پوهنځي او څانګې ټاکلو حق نه درلود، بلکې له یوه زون څخه په بل کې یې د پوهنتون او پوهنځي د غوراوي حق هم ترې اخیستل شوی و.
د کندوز اوسېدونکې او د کانکور ازموینې ګډونواله شمیلا وايي، دې او کورنۍ یې غوښتل چې د کندوز پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه غوره کړي، خو په وینا یې، د لوړو زدهکړو وزارت ترې دا حق اخیستی و.
په همدې حال کې د بلخ اوسېدونکې عایشه بیا شکایت کوي چې د کانکور ازموینه کې پر نجونو د لګېدلي محدودیت له کبله یې د خوښې پوهنتون او پوهنځی نهدی ټاکلی. هغه نه یوازې له کانکور ازموینې ناخوښه ده، بلکې خپلې راتلونکې هم اندېښمنه کړې ده.
بلهخوا د ننګرهار پوهنتون زدهکړیاله ثنا سعیدي چې هلته یې د سږني کانکور ازموینه له نږدې څارلې وايي، د کانکور نجونو ګډونوالو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړی شوی و چې له ختیځ زون پرته د نورو ولایتونو پوهنتونونه، ځینې پوهنځي او څانګې نهشي غوره کولای.
ارواپوهان بیا په کانکور ازموینه کې پر نجونو محدودیت د هغوی د راتلونکې، بلکې د ټولنې پر زیان یې هم بولي. ارواپوه او د پوهنتون استاد شرفالدین عظیمي په دې اړه سلاموطندار ته وویل چې د لوړو زدهکړو لپاره د مسلک او څانګې غوراوی په هماغه کس پورې اړه لري.
د نوموړي په خبره، که دا حق ور نه کړل شي او اړ شي چې د خپلې خوښې پوهنتون یا پوهنځي د ټاکلو پر ځای، نور غوره کړي، ښې پایلې به ونه لري.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د لوړو زدهکړو وزارت نظر هم واخلو، خو مسوولان نه زموږ پرلهپسې اړیکې ځواب کړې او نه یې هم د ورلېږل شویو پوښتنو ځوابونه را ولېږل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې د لوړو زدهکړو وزارت تېره اوونۍ له ځینو رسنیو سره په مرکه کې لومړی ویلي و چې په سږني کانکور کې پر نجونو ځینې محدودیتونه په پام کې نیول شوي، خو وروسته یې بېرته خپله خبره واخیسته او ټینګار یې وکړ چې خبرې یې تحریف شوې دي.
د ازموینو ملي ادارې درې ورځې وړاندې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل کړې او نن دا بهیر پای ته ورسېد.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول نسیمګل سهار سلاموطندار ته وویل چې د کانکور ازموینې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۹۰ زره کسانو نوملیکنه کړې وه.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پلازمېنې کابل د دولسم ټولګي له فارغانو او د ولایتونو د دویم پړاو ازموینې به هم د روانې تلې میاشتې تر پایه واخیستل شي.