Asset 1SWN

عبدالحق حماد: امنیتي ادارو اسماعیل مشعل د څېړنو لپاره بیولی

Mashaal 1212 (1)

په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد پر ټویټر منلې چې د ا.ا امنیتي ادارو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل بیولی دی. حماد لیکلي چې مشعل د څېړنو لپاره بیول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه اسماعیل مشعل د نظام پر وړاندې «پاروونکو کړنو» تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې ګڼ‌شمېر خبریالان یې پر ځان را ټول کړي وو او پر سړک یې بیروبار هم جوړ کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس لیکلي: «امنیتي ادارو استاد مشعل د څېړنو لپاره بیولی دی.»

د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت ځواکونو له اسماعیل مشعل سره ښه چلن کړی او کورنۍ سره یې هم اړیکه نیولې ده.

د حماد په وینا، اسماعیل مشعل د اسلامي امارت د نظام پر وړاندې «پاروونکې کړنې» منلې دي. حماد وايي، مشعل ورته ویلي: «ما چې څه کول، یو اړخ مې سنجولی و، اوس متوجه شوم.»

اسماعیل مشعل پوهنتونونو ته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې خپل ټول سندونه څيرې کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پوهنتون دغه استاد تازه د کابل سړکونو ته راوتلی و او د نجونو د زده‌کړو ملاتړ په موخه یې پر ځوانانو، په ځانګړې توګه افغان نجونو کتابونه وېشل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام