د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیه‌خانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دې مراسمو ته همداراز وویل چې امریکا د اسلامي امارت پر سرپرست حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټينګار وکړ چې امریکا نه یوازې پر اسلامي امارت، بلکې د نړۍ پر یوشمېر نورو هېوادونو هم فشار  اچولی چې له سرپرست حکومت سره اړیکې ټينګې نه کړي.

شېرمحمد عباس ستانکزي وویل: «کله چې امریکا له افغانستانه ووتله، د کابل هوايي ډګر یې خراب کړ او حتی زموږ ملکي الوتکې یې ویجاړې کړې. همدا رنګه امریکا نه غواړي چې موږ له خپلو پولي ملاتړو ګټه واخلو، بانکي سېسټم یې تړلی او امریکا پر نورو هېوادونو هم فشار راوړی چې د اسلامي امارت له حکومت سره اړیکې ونه پالي.»

شیرمحمدعباس استانکزی هم‌چنان از حمله‌ی هوایی آمریکا در منطقه‌ی شیرپور کابل نیز انتقاد می‌کند و می‌گوید این حمله که منجر به کشته شدن چند تن شد، نقض توافق‌نامه دوحه است.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټينګار وکړ چې د دوحې تړون له مخې، امریکا باید د ا.ا سربرست حکومت په رسمیت وپېژني او د افغانستان بیارغونه کې ونډه واخلي.

په ورته مهال په دې مراسمو کې د اهل  تشیع یوه مشر محمد احساني د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

نوموړي وویل: «د یو مسلمان په توګه، نشو کولای په پرمختګ کې د ښځو د زده‌کړې رول له پامه وغورځوو، نو زه هیله لرم چې د نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه ژر تر ژره برابره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې یوازې د ګوتې په شمېر  ورځې د اسلامي امارت د واکمنېدو یو کلنۍ ته پاتې، خو تراوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام