د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پرمخ خپل سرحدونه خلاص کړي.

شېرمحمد عباس ستانکزي پر پاکستان او ایران غږ وکړ چې افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم، چلن وکړي او د دوی له ځورونې لاس واخلي. نوموړي پر پاکستان او ایران غږ وکړ چې د افغان کډوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شېرمحمد عباس ستانکزي همداراز په دې غونډه کې وویل چې د زده‌کړو په اړه علماو فتوا ورکړې او باید ټولو هلکانو او نجونو ته له توپیر پرته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یاده غونډه کې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او په وینا یې، خلک له کډوالۍ راوګرځوي.

که څه هم په دې وروستیو کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هلو ځلو یو‌شمېر پخواني حکومتي چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شي، خو هېواد کې د شته اقتصادي او نورو ستونزو ترڅنګ ګڼ‌شمېر هېواد‌وال هڅه کوي چې له هېواد څخه ووځي.

خو شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، یو‌شمېر هغو بهرنیو هېوادونو چې په جګړه کې ماته خوړلې، اوس یې له اسلامي امارت سره سیاسي جګړه پیل کړې او په وینا یې، دغه هېوادونه هڅه کوي، څو په یوه او بله پلمه په کور دننه لوستي ځوانان او کدرونه له افغانستان څخه وباسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ګڼ‌شمېر افغانان هېواد کې د نامعلوم برخلیک، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له امله له هېواده ووتل او لا هم بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ څپې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام