Asset 1SWN

سلام وطندار

کرزی پاکستان ته: افغان کډوالو سره مو چلن ناوړه او د ارزښتونو خلاف دی

hamid_karzai

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان حکومت له لوري د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان کډوالو زنداني کول او  له دوی سره یې چلن، ناوړه او د ارزښتونو خلاف بللی دی.

کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې د یوه متمدنه ګاونډي او د بشر حقونو او نړیوالو اصولو پر بنسټ له افغان کډوالو سره نېک چلن وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پخواني ولسمشر پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو د خوشې کولو او د دوی د حقونو ټينګښت برخه کې چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د پاکستان په زندانونو کې د افغانی مهاجرو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو حالات دردونکی او له هغوی سره د پاکستان د حکومت کردار ناوړه او د ارزښتونو خلاف دی. پخوانی جمهور رییس یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې له افغان مهاجرو سره د یو نېک او متمدنه گاونډي په توگه د بشري حقونو د نړیوالو موازینو او اصولو سره سم سلوک ولري.»

په ورته مهال اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کول او شکنجه ډېر دردونکې ده او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره به ښې پایلې ونه‌ لري.

د افغانستان سفارت د تېرې اوونۍ د پنج‌‌شنبې پر ورځ د مرغومې اتمه په یوه ټویټ کې ویلي و، د پاکستاني ادارو د ژمنو خلاف لا هم لسګونه افغانان چې ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي، د دغه هېواد له زندانونو نه دي خوشې شوي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دغه هېواد کې زنداني افغان کډوال خوشې کړي او دې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان د بشر حقونو ملي کمېسیون دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د ښځو او ماشومانو پر ګډون څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د کراچۍ ښار په یوه زندان کې بندیان دي.

دغه کمېسیون ویلي: «د افغانستان د کډوالو له وضعیت اندېښمن یوو، ۱۳۹ ښځې او ۱۶۵ ماشومان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله نیول شوي او د کراچۍ ښار په یوه زندان کې دي.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «موږ د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره هڅې کوو او ډېر ژر به د دوی د ستونزو هواري لپاره د یاد وزارت یوه کمېټه جوړه شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری وخت له رواني او فیزیکي تاوتریخوالي سره مخ وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام