بلخ کې نن دوشنبه د تلې یوولسمه لسګونه مېرمنو او ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغه لاریون مخه ونیوله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د بلخ پوهنتون کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه پوهنتون کې یو‌شمېر نجونې بندیانې کړي، څو له اعتراض کوونکو مېرمنو سره یې د یوځای کېدو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د بلخ د امنیتې قومنداني ویاند محمداصف وزیري بیا ویلي، «د اصولو پربنسټ که یوه ډله یا بنسټ لاریون کوي، باید د ولایت امنیې قومنداني ته خبر ورکړي. لاریون کوونکو امنیتي ځواکونو سره هېڅ همغږي نه وه کړې.»

محمداصف وزیري زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو له همدې امله دغه ولایت کې د ښځو د لاریون مخه یې نیولې ده. وزیري همداراز له رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د دغه لاریون له خبري پوښښ او سیمې ته د خبریالانو له ورلېږلو ډډه وکړي.

په ورته مهال یوه اعتراض کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت ځواکونو ځینې نجونې نیولي او سیمه کې وضعیت خراب شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې په هرات او بامیانو کې هم کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې اعتراضیه لاریونونه کړي وو.

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله چې تېره جمعه د تلې په اتمه نېټه وشو، د وروستیو معلوماتو پربنسټ، په دغه برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه د یادو شمېرو په خپرولو سره ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره له دې هم لوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام