کابل ښاریان: زموږ په نوم راغلې مرستې اړمنو کورنیو ته نه رسېږي

که څه هم نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم له افغانانو سره خپلې بشري مرستې نه یوازې کمې کړې نه دي، بلکې نورې هم زیاتې شوې دي، خو یوشمېر کابل ښاریان بیا شکایت کوي چې د دوی په نوم راغلې مرستې، اړمنو کورنیو ته نه رسېږي.

بلخ کې ښځو پر «کاج ښوونیز مرکز» د برید له امله لاریون کړی

بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .

کندهار کې سوداګرې مېرمنې: کاري جوازونه مو نه تمدیدېږي

کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعت‌کارانې سلام‌وطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.

دوی زیاتوي چې د ګڼ‌شمېر ښځينه صنعت‌کارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو له‌خوا نه تمدیدېږي.

پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د وژل شویو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ ته ورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې په زیاتېدو دي.

یوناما ویلي چې دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو بیا ۸۳ کسانو ته لوړ شوی دی.