د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.

د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د مرک په شهیدانو کلي کې یو «ټېلر» موټر چپه شوی چې پرمهال یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې د یادې ټرافیکي پېښې اصلي لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کړې ده. تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په ورس ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي وو.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې پرمهال ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

چارواکي تر ډېره د دغو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو له قوانین سره نابلدتیا او د لارو خرابوالی ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام