د کندوز محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور  ټپیان دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي وايي چې پېښه د کندوز او خان‌اباد ولسوالي پر لویه لاره په چهار سري سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر او زرنج ترمنځ رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې یاده ټرافیکي پېښه د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته لېږل شوي او د روغتیايي مسوولانو په وینا چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا په داسې مهال ده چې نن په فاریاب کې هم د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال یو کس مړ شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

مسوولان د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو نه خبرتیا هغه لاملونه بولي چې له امله یې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام