Asset 1SWN

کابل پرون د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د درې‌اړخیزې غونډې کوربه و

GMENbfDasAAV4Ba-850x531

کابل پرون (د غويي اوومه، د جمعې ورځ) د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د درې‌اړخیزې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لاروچارو خبرې اترې او هوکړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسیا شمال له سوېل سره نښلول، د ټرانزیټ او ټرانسپورټي لګښتونو کمول او د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې جوړول د دې غونډې د اجندا مهمې برخې وې.

ا.ا هڅه کوي چې د ورته غونډو په جوړولو سره د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ښې کړي؛ ځکه افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي، په کابل کې د پرونۍ درې‌اړخیزې غونډې په څېر د ورته غونډو جوړول پر افغانستان د لګېدلیو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او له سیمې سره د سټراټېژیکو اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره مهمې دي.

رښتیا د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د ښه کولو لپاره په افغانستان کې د زېربناوو پر جوړولو هم ټینګار کوي او زیاتوي: «افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی؛ له بده مرغه ازادو اوبو ته لاسرسی نه لري، یو مجهز ټرانسپورټي سېسټم او معیاري لویې لارې نه لري؛ پر ځان بسیا نه‌دی؛ دغو ټولو د افغانستان سوداګري تر خپل اغېز لاندې راوستې ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې ترکمنستان او قزاقستان د هغو لسو مهمو هېوادونو په ډله کې دي چې افغانستان ورسره د سوداګریزو راکړو ورکړو لویه برخه جوړوي او د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې قزاقستان ته د افغانستان صادرات نږدې درې برابره زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام