د کابل شمال د کوهدامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچهکوټ، قرهباغ، کلکان، اسټالف، ګلدره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کارکوونکو او ډاکټرانو کاربندیزکړی.
د قرهباغ ولسوال خواجه محمدحنیف صدیقي سلاموطندار سره خبرو کې وویل چې د دې ولسوالي ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو د نه ترلاسه کولو او ټیټو امتیازاتو له امله کاربندیز کړی او له یوې اوونۍ راهیسې په دغه ولسوالي کې ټول روغتیایي مرکزونه تړلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کلکانو ولسوال عبدالغفور پوپلزی هم وایي چې په دې ولسوالي کې د صحي خدمات بهیر په ټپه درېدلی دی. هغه وویل چې هڅه کوي، څو د دې ولسوالي د ډاکټرانو او صحي کارکوونکو غوښتنې پوره او روغتیایي مرکزونو کې خلکو ته صحي خدمات له سره پیل کړي.
د کوهدامن په اوو ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو یوشمېر کارکوونکي وایي، له درې میاشتو راپدېخوا یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له همدې کبله یې کاربندیز کړی دی.
د کوهدامن د روغتیایي مرکزونو ډاکټران او کارکوونکي، د قراردادي موسیسو له لوري د دوی د معاشونو ۲۰سلنه ټیټول، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت، د کارکوونکو نه ګمارنه، د ترانسپورټ نشتوالی، د درملیزو او لوژستیکي وسایلو نه شتون هغه لاملونه یادوي چې دوی یې کاربندیز ته اړ کړي دي.
د یوه روغتیایي مرکز مسوول چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلاموطندار سره خبرو کې وویل تر هغو چې S.D.O او O.D.C پلي کوونکي موسیسې او د عامې روغتیا وزارت د دوی غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، د کاربندیز د غزولو سربېره دغو موسیسو ته به هم اجازه ور نه کړي چې د کوهدامن د روغتیایي مرکزونو څخه څارنه وکړي.
- د غور ولايتي روغتون ډاکټرانو کاربنديز کړی
- کابل کې ماين چاودنې د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان ووژل
- د هغه ځوان کیسه چې د طالبانو ګواښ المان ته رسولی
خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې دغه وزارت د ولایتونو د روغتیایي مرکزونو له کارکوونکو او ډاکټرانو سره هېڅ راز راکړه ورکړه نه لري. د دوی په وینا، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د هغو موسیسو له لوري پلي کېږي چې له روغتیا وزارت سره قرارداد لري او لګښت یې هم نړیوال بانګ ورکوي.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې روغتیایي کارکوونکي له دې موسیسو سره له قرارداد وروسته روغتیایي مرکزونو کې ګمارل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، په ۱۱ ولایتون کې د پلي کوونکو موسیسو له لوري د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو له لوري د وړاندې شویو خدمتونو له ارزونې او څار وروسته یې د دوی د معاشونو ۲۰ سلنه ګرځولې ده.
له ډېر هڅو سره سره په دې بریالي نه شو چې په دې اړه د پلي کوونکو موسیسو S.D.Oاو O.C.D نظر هم ترلاسه کړو.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د کورونا ویرووس د درېیمې څپې خپرېدو او کوچني اختر له پېل سره روښانه نه ده چې کله به د کوهدامن ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو ډاکټران او کارکوونکي خپل کاربندیز پای ته ورسوي.