د بشري حقونو یوې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهیسې پر غزې د اسراییلو د جګړې له پیل وروسته، په غزې تړانګه کې له ۹۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان ورک شوي دي.
په غزه کې مېشتې د بشري حقونو ادارې «الضمیر» د راپور له مخې، په ورکو شویو کسانو کې شاوخوا ۴۷۰۰ ښځې او ماشومان شامل دي.
راپور زیاتوي چې نږدې ۸۱۰۰کسانو جسدونه د ویجاړو شویو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. همدارنګه، شاوخوا ۲۵۰ فلسطینیان د بشري مرستو د وېش مرکزونو ته نږدې ورک شوي او له ۸۰۰ څخه زیات نور هغه مهال نادرکه شوي چې د غزې له شمال څخه سوېل ته د کډهکېدو پرمهال د اسراییلي ځواکونو په پوځي پوستو کې نیول شوي وو.
د راپور له مخې، د هغو ۳۵۰ کسانو برخلیک هم لا نهدی څرګند چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په ۷مه اسراییلو ته اوښتي وو.
الضمیر ویلي چې دا د روانې جګړې له امله رامنځته شویو تر ټولو پېچلو او دردناکو بشري ناورینونو څخه یو دی. ادارې ټینګار کړی چې جبري نادرکه کول د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.
یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بېړنۍ مداخله وکړي، څو اسراییل د فلسطیني بندیانو خوشې کولو او د وژل شویو د جسدونو بېرته سپارلو ته اړ کړي. دغه راز یې د قربانیانو د پېژندنې لپاره د جنیټیکي معلوماتو د یوه ځانګړي بانک د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.